په جنوبي ولايتونو کي د خبريالانو په وړاندي پراته خنډونه څه دي ؟

13
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د خبريالانو مرکز ( کندهار ) :
د هيواد په سويل کې کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند ولايتونه شامل دي چي د افغانستان د نورو سيمو په پرتله نارام دي او د سويل خبريالان د هيواد د نورو سيمو په پرتله زيات امنتي خبرونه تر لاسه کوي او دا سيمه يوه خبرسازه سيمه هم ده .
د همدې سيمي خبريالان د هيواد د نورو سيمو په شان زياتي ستونزي لري او زيات د تهديد سره مخ دي .
موږ د خبريالانو په وړاندي پرتې ستونزي په لنډ ډول را ټولي کړي دي .

د بيلابيلو ډلو له لوري لفظي ګواښونه .

الف : وسله وال طالبان .
۱: د خبريالانو څخه په خپله ګټه د خبرونو د خپرولو غوښتني .
۲: د غوښتني د نه منلو په صورت کې هغوی ته د مرګ ګواښونه .
ب : دولت
۱ : د دولتي کسانو له لوري په خپله ګټه د خبرونو د خپرولو غوښتنه .
۲: د نه منلو په صورت کې د معلوماتو نه ورکول .
__________________________________________________________________________
د رپوټ اخستلو پر مهال امنتي ويري .

‍۱: په رپوټونو پسي د تلو پر مهال د سړک د غاړي د ماينونو ويره .
۲: د پيښي ځای ته په رسيدو سره د بلي پيښي امکان .
۳: د لويو پيښو پر مهال د امنتي ځواکونو وسله وال چلند .
__________________________________________________________________________

د خبريالانو څخه په خپله ګټه د خبرونو د خپرولو غوښتني .

الف : وسله وال طالبان
۱: د ټلفون له لاري
۲: د ايميل له لاري
۳: د اخطاريه ليک له لاري
ب : دولت
۱: د مخالفينو پر ضد د تبليغاتو غوښتني .
۲: د دولتي خبرونو د خپرولو په اړه جدي غوښتني .
۳: په دولت کې د اداري فساد ، رشوت يا اختلاس د رپوټونو پر مهال تهديدونه

په سويل کې وسله وال طالبان ، دولتي چارواکي او مدني او سياسي ډلې د هغو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي او يا يې هم ځنډوي چې خپرول يې د دوی په زيان وي .

_________________________________________________________________________

د مافيايي کړيو له لوري .
۱: د نشه ايي توکو د کر د زيانونو په اړه د . معلوماتو خپرونو مخنيوی
۲: د خپرولو پر مهال خبريالانو ته مرګوني ګواښونه .
۳: د نشه ايي توکو ، وسلو او انسانانو د قاچاق د لارو چارو د وړاندي کولو په اړه د رپوټونو د خپرولو له امله د خبريالانو وژل او تښتول .
_________________________________________________________________________
د خبريالانو څخه د توقع خلاف غوښتني
 په سويل کې خلک په ځانګړي ډول دوستان او د کورنۍ غړي د خبريالانو څخه غوښتني کوي چي بندي ورته خلاص ، په دولت کې بند کار ورته تمام او د چارواکو او ډلو سره د پيژندني له امله د هغوی کارونه ورته وکړي .
________________________________________________________________________

تښتونه .
په سويل کې د ځايي افغان خبريالانو تښتونه ډيره نسته ، خو وسله وال طالبان او ناپيژاند وسله وال ډير بهرني خبريالان چې د بهرنيو سرتيرو په مرسته سويل ته راځي تښتونه کوي .
__________________________________________________________________________

د زورواکانو له لوري تهديدونه .
۱: د ځمکو د غاصبينو له لوري د هغوی د کړنو د رپوټ پر مهال د خبرونو د خپرولو مخنيوی .
۲: د غيرمسوولو وسله والو له لوري مسقيم او غير مستقيم تهديدونه
__________________________________________________________________________

د ښځينه خبريالانو په وړاندي پرتې ستونزي
۱: د کورنۍ او دوستانو له لوري د هغوی سپکاوی او د کار کولو ممانعت .
۲: په ټلفوني خپرونو کې د اوريدونکو له لوري هغوی ته بدي خبري .
۳: کار کولو ته د تګ په وخت کې د بيکاري خلکو له لوري ځورونه .
۴: د کلتوري او مذهبي کسانو له خوا د هغوي پر دنده نيوکي .
ياداښت : موږ هڅه کوو چي د دې ټولو ستونزو د له منځه وړلو او يا هم کمولو دپاره د خبريالانو او پورته ذکر سويو کړيو او ډلو تر منځ موجوده ستونزي ليري او يا هم کمي کړو .
په دې برخه کي د مسلکي روزني دپاره پروګرامونه ، د همږغۍ زياتوالى او د بيان د ازادۍ په نورمونو باندي د خلکو پوهول دي .

۲۱۴ ټول کتل سوی شمېر ۵ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه