په کندهار کي د ۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۳ پروژو بنسټ کښېښودل سو

_DSC0563
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : متين اميري ( کندهار ) :
د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال د دې ولايت په ډنډ ولسوالۍ کي د ۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۳ پروژو د بنسټ ډبري کښېښودې.
د پروژو د بنسټ ايښودلو پر مهال د زراعت رئيس سید حفيظ الله سيدي وويل چي د زراعت وزارت په مرسته به د کندهار په ډنډ، ژړۍ، ارغنداب، دامان، پنجوايي او بولدک ولسواليو کي ۷۵ ساختمانونه تعمير سي. هغه زياته کړه چي د دې پروژو لړۍ يې له ډنډ څخه پيل کړه چي نن يې د اوبو د يو کانال، ۳۷ کشمش خانو او يو شمېر حوضونو د بنسټ ډبره کښېښوده.
د سيدي په خبره چي پر دغو پروژو به شاوخوا ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت راسي چي د يو کال په ترڅ کي به بشپړي سي.
هغه زياته کړه چي په دې پروژو کي له ۲۰ څخه تر ۴۰ فيصده مالي سهم د بزګرو او پاته د وزارت پر غاړه دی.
د ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب د پروژو د بنسټ ايښودلو پر مهال خوښي وښوده چي د زراعت د پراختيا په موخه په ولسواليو کي پروژې پلي کوي چي له دې سره به نه يوازي د بزګرو په اقتصادي وضعيت کي لوی تغير راسي، بلکي د دغسي پروژو له برکته د ټولي ولسوالۍ د اوسېدونکو اقتصادي حالت سميږي.
نوموړي زياته کړه چي د زراعتي پروژو د تطبيق لړۍ به نورو ولسواليو ته هم وغځوي، خو له خلکو يې غوښتنه وکړه چي د پروژو د تطبيق په موخه د امنيت په تامين کي همکاري وکړي.
هغه زياته کړه انکشافي پروژې په هغو ولسواليو کي تطبيقيږي چي امنيت يې تامين وي، نو د کومو ولسواليو اوسېدونکي چي د پروژو پلي کېدل غواړي، نو د امن لپاره دي هلي ځلي وکړي..
ښاغلي منيب زياته کړه چي موجوده امکانات به هيڅکله له دوی څخه ونه درېغوي، خو له دوی يې وغوښتل چي له خپل دولت سره همکاري وکړي.

۸۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه