د افغان کرکیټ بورډ یو بله بریا

56f7e8b46e191
ليکوال Ahmed Lodin

خبریال عبدالله ابدالي : (کندهار)
د كرېكټ د نړيوالې شورا د يوې بې سارې پرېكړې له مخې د افغانستان د كرېكټ بورډ او د ملي ټيم ددې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه كړ.
دا خبر ددې شورا په رسمي پاڼه كې هم خپور سوى دى.
پدې ډول افغانستان كولاى سي چې تر دې وروسته د نړۍ د لسو مهمو لوبډلو په كتار كې د نړيوال جام په ترڅ كې په مخامخ ډول سيالي وكړي. سربېره پدې د افغانستان د كرېكټ بورډ به ددې سورا لخوا كلنۍ بوديجه هم زياته سي.
د كريكټ بورډ مشر شكر الله عاطف مشعل دا لاسته راوړنه د افغان كرېكټ په تاريخ كې مهم برى وباله او ټولو مينه والو ته يې مباركي وويله. نوموړي زياته كړه چې دا لاسته راوړنه ځانګړى اهميت لري. ددې لوى افتخار د ساتنې په موخه به ټول هلې ځلې وكړو.

۶۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه