ارګ : د کندهار ولايتي اداره به ډير ژر معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزه حل کړي .

Picture3
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په جنوب کي معلوماتو ته نه لاسرسى د رسنيو او خبريالانو هغه لويه ستونزه ده چي ورځ تر بلي ډيريږي او چارواکي يي په حل کي پاتي راغلي دي .
د کندهار خبريالانو نن په همدې موخه د حکومت د رسنيو د دفتر او ولايتي ادارې سره غونډه وکړه او د دې ستونزي تر څنګ يي نور خنډونه هم په نښه کړه .
په لمړيو کي د کندهار مرستيال والي او د خبريالانو د مصوونيت د ولايتي کميټې مشر عبدالحنان منيب په خپلو خبرو کي دلته د رسنيو او خبريالانو کارونه وستايل ، وروسته د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال په خپلو خبرو کي د جنوب د ټولو رسنيو او خبريالانو د حالت په اړه معلومات وغوښتل .
د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر او په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټي سيمه ايز مسوول احمد لودين د تيري مياشتي راپور وړاندي کړ .
لودين وويل ، چي په دې وروستيو کي يي د ټول زون خبريالانو ته ( پريس واسکټونه ) او د ټولنيزو رسنيو د قانون جريدي ورکړي ، د خبريالانو سره يي ناستي کړي او ستونزي يي راټولي کړي دي او د يونيسکو سره يي د خبريالانو دپاره د يوه مهم کنفرانس د جوړيدو په اړه هم خبري کړي دي .
نوموړي وويل ، چي د تيري غونډه وعدي نه دي عملي سوي ، نه تر اوسه والي وياند پيدا کى ، نه ٢٠٥ اتل قول اردو خپل مطبوعاتي مسووليت ته متوجه سوه او نه هم د نورو غونډو ژمني عملي سوي دي .
لودين د هلمند ، زابل او ارزګان ولايتونو د واليانو څخه شکايت وکړ چي د يوه کال په تيريدو سره يي بيا هم د مصوونيت کميټې نه دي جوړي کړي .
نوموړي معلوماتو ته نه لاسرسى ، د نظامي او ملکي ادارو له لوري پر وخت د خبرونو نه شريکول ، د خبريالانو تر منځ توپيريز چلند کول ، د مصوونيت د ولايتي کميټي د ګډونوالو غيرحاضري او ورته نور مشکلات هغه څه دي چي دلته يي کاري ساحه تنګه کړې ده او خبريالان يي په ستونزو کي را ګير کړي دي .
وروسته د رويټرز خبري اژانس خبريال سيدسرور اماني ، د منډيګک اونيزي مسوول مدير جان محمد صالح ، د کندهار د خبريالانو د مرکز منشي متين اميري او نورو ويناوالو هم د يادو ستونزو پر هواري ټينګار وکړ او غوښتنه يي وکړه چي ، د ولايت مقام د وياند ستونزه دي حل سي ، په ادارو کي دي د معلوماتو بانکونه فعاله سي څو خبريالانو او خلک په اساني سره معلومات تر لاسه کړي ، د خبريالانو قضيو ته دي پر وخت رسيدګي وسي ، د خبريالانو د ساتني ورکشاپونه دي داير سي او ولايتي اداره دي نور ژمنو ته دعمل جامه ور واغوندي .
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب يادي ستونزي او غوښتني اساسي وبللي .
هغه وويل چي ډير ژر به د مطبوعاتي دفتر سرپرست ته د صلاحيتونو رسمي مکتوب ورکړي ، نظامي مسوولين او ريسان به پر وخت معلوماتو ورکولو ته اړ کړي او هغه په ټينګار وويل چي هره مياشت به خبريالانو ته د کړو ژمنو او اجراآتو په اړه راپور ورکوي .
د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال د کندهار د خبريالانو ټولي غوښتني مهمي وبللې او ژمنه يي وکړه چي هره خبره به ټکي په ټکي د مرکز په کچه د خبريالانو د مصوونيت کميټې ته وړاندي کوي او په مسقيم ډول به يي د ولسمشر دويم مرستيال سروردانش ته چي د دې کميټې مشري په غاړه لري رسوي او حلوي .
مينه پال د خبريالانو دپاره ( د پريس واسکټونو ) د تياري په برخه کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې دا اقدام وستايه او له ولايتي اداري يي وغوښتل چي د دې واسکټونو په اړه چي په بيړنيو حالاتو کي د خبريالانو د پيژندني ښه نښه ده معلومات ورکړي او ترې و دې غواړي چي د خبريال تر پيژندني وروسته مزاحمت ونه کړي .
په غونډه کي د خبريالانو د ساتني په برخه کي مهمي مشورې هم وړاندي سوې .

۶۱ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه