خبريالان : حکومت دي معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزه حل کړي

Picture1
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :

په کندهار کي معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي ستونزي نوري هم زياتي سوي او نن يي په اړه کندهارمیشتو خبریالانو ګډه غونډه وکړه .
غونډه چي د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی ) له لوري رابلل سوي وه ، پر مهال پر ټولو ستونزو ګډي خبري وسوي .
د نی سیمه ایز مسوول سمیع غیرتمل ، د کندهار د ازادو خبریالانو د مرکز مشر او د خبریالانو د خوندیتوب کميټي سیمه ايز مسوول احمد لودین ، او د پریس کلب مسوول جاوید تنویر د ستونزو ټول موارد په نښه کړه او په دې برخه کي يي د اړوندو ادارو او ولایت مقام د توجه جدي غوښتنه وکړه .
لودین وویل ، چي په دې برخه کي يي ټولي ستونزي د ارګ د مرستیال ویاند او ولايتي ادارې سره شریکي کړي دي او هغوی ډير ژر د حل ژمنه ورکړې ده .
په غونډه کي وغوښتل سول ، چي ټولي ملکي او نظامي ادارې دي معلوماتي بانکونه جوړ کړي ، اړوند مسوولین دي خبریالانو ته د خپل مسووليت له مخي پر وخت معلومات ورکړي او د ژورنالیستانو د دفاع بنسټونه دي د خبریالانو د ستونزو د هواري دپاره خپل مسوولیتونه تر سره کړي .
خبریالانو ګواښ وکړ ، چي که یي ستونزو ته ژر توجه ونه سي نو بيا دوی اړ کیږي چي د دولتي غونډو سره پریکون وکړي .
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي معلوماتو ته لاسرسی سخت سوی دی او خبریالان پر تحقیقي راپورونو کار نه سي کولای چي له امله يي خلک د معلوماتو څخه ليري پاتي دي .

۱۹۷ ټول کتل سوی شمېر ۱۰ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه