تازه خبر : په کابل کي چاودني نهو تنو ته مرګ ژوبله واړول

Ka
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه
کابل ښار کې د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د کابل بانک څانګې مخې ته چاودنې يو کس وژلى او اته نور يې ټپيان کړي دي.

دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې وشوه.

د کابل پوليسو د ١١٩ شمېرې مسوول مل پاسوال همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بريد موخه د کابل بانک څانګه وه.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح وايي چې په دغه بريد کې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي. دى وايي چې وژل شوى او ټپيان د وزير اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي دي.

ده په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

۴۷۲ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه