امریکا غواړي چې د پاکستان حبیب بانک ۶۳۰ میلیونه ډالره جریمه شي.

Ban
ليکوال Ahmed Lodin

خبریال ، نجیب اسد ( کابل ) :
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مالي خدماتو اداره غواړي د پاکستان تر ټولو لوی بانک په سلګونه میلیونه ډالره جریمه کړي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، د حبیب بانک په کارونو کې یو لړ نیمګړتیاوې شته چې د امریکا له فدرالي او د نیویارک له ایالتي قوانینو سره سمون نه‌خوري.
که د پاکستان دا تر ټولو ستر بانک د څو سوه میلیونه ډالره جریمې په ورکړې مجبور شي، دا به د پاکستان د یوې مالي ادارې تر ټولو لویه جریمه وي.
حبیب بانک چې اصلي مرکز یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې دی، په امریکا کې یوازې یوه څانګه لري چې په نیویارک ښار کې ده او له ۱۹۷۱ میلادي کال راهیسې هلته فعاله ده.
وروسته له دې چې په امریکا کې د حبیب بانک د جریمه کېدو غوښتنه وشوه، دغه بانک ویلي په نیویارک کې یې د خپلې څانګې د بندولو غوښتنلیک وړاندې کړی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مالي ادارې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د حبیب بانک په څانګه کې د پیسو په لېږلو او ترلاسه کولو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه چې په نتیجه کې یې د پیسو مینځلو مخه ونیول شي.
د هماغه کال په ډسمبر میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ادارې ته وویل چې په حبیب بانک کې د پیسو مینځلو د مخنیوي پالېسي لا هغسې نه‎وه چې باید وی.
د حبیب بانک مسؤل نوشین احمد د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا هم له هغه څه چې ده مهم پرمختګونه وبلل، راضي نه‎دی.
حبیب بانک ویلي چې د جریمې په خاطر به د امریکا محکمو ته مراجعه وکړي.حبیب بانک چې ټوله شتمني یې څه باندې ۲۴ میلیارده ډالره ده، ویلي په امریکا کې د دغه بانک د جریمه کېدو غوښتنه به په نورو هېوادونو کې د دغه بانک پر کارونو اغېز ونه‌کړي.
د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ له اعلانه وروسته د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي ځکه چې ډونالد ټرمپ ویلي چې که پاکستان په خپله خاوره کې د ترورېستانو او سخت‎دریځو پناه‎ځایونه له‌منځه یونه‌سي، امریکا به غلې پاتې نه‌شي.

۲۷۹ ټول کتل سوی شمېر ۸ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه