ارزګاني خبریالان معلوماتو د نه لاسرسي او امنتي ستونزي لري

Uroozgan
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :

دا کميټه چي د هيواد په ټولو ولايتونو زونونو کي رسمي دفترونه لري ، په دې وروستیو کي يي ولایتونو ته هم فعاليتونه غځيدلي او استازي يي ټاکلي دي .
د جنوبي زون د نورو ولایتونو تر څنګ یادي کمیټې په جنګ ځپلي او نارامه ولایت ارزګان کي هم خپل فعاليت پیل او تيره ورځ يي د ځايي خبريالانو سره لمړنۍ غونډه وکړه .
په غونډه کي خبریالانو د امنتي ستونزو او نورو ستونزو تر څنګ معلوماتو ته نه لاسرسی لویه ستونزه وبلل او زياته يي کړه ، چي والي ، وياند ، امنتي مسوولین او دولتي چارواکي نه معلومات ورکوي او نه هم همکاري ورسره کوي .
خبريالانو هلته د رسنیو او خبريالانو امنيت هم انديښمن وباله او له حکومته يي وغوښتل ، چي د دوی امنيت ساتني ته جدي توجه وکړي .
په ارزګان کي د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټي سیمه ایز استازي نجيب لطيف هغوی ته د کميټې پر فعاليتونو رڼا واچول .
به جنوب کي د افغان خبریالانو د خونديتوب کمیټې مشر احمد لودين وايي ، چي د ارزګان د هري رسنۍ او هر خبریال ستونزي ته به رسيدګي کوي او ځایي مسوولين به پوهوي چي په رسنیز ډګر کي خپل مسووليتونه وپيژني او د خبریالانو په وړاندي پرتې ستونزي له منځه يوسي .
کمیټې ارزګاني خبریالانو ته ځانګړي سوي پریس واسکټونه او معلوماتو ته د لاسرسي د قانون جوړي جريدې هم ورکړه.
( پریس واسکټونه ) په ليري پرتو سیمو او بيړنيو حالاتو کي د راپور چمتو کولو پر مهال اغوستل کيږي چي کيدای سي د خبریالانو د خوندي ساتني او اسانتيا دپاره ډير ګټور تمام سي .

۲۴۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه