ننګرهار : د ظاهر قدیر پر کور دوه ځانمرګي بریدګر ووژل سوه .

Na
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
ځانمرګي بريدګرو په جلال اباد ښار کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د استازي عبدالظاهر قدير پر کور بريد کړى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وایي ، چې دوو ځانمرګو بريدګرو د عبدالظاهر قدير پر کور بريد کړى دى

هغه وايي چې يو تن يې په دروازه کې ځانته چاودنه ورکړې او بل کس د قدير د ساتوونکو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

ده وويل چې دغه پېښه کي دوه ځانمرګي بریدګر او د ښاغلي قدیر دوه ساتونکي وژل سوي دي .
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستى.

د ظاهر قدير کور د ننګرهار د ولايت مقام په دوه سوه مترۍ کې دى.

په دې اړه نور جزئيات وروسته خپاره شي.

۳۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه