کندهار ورځپاڼه :
حاجیانو تېره شپه په منی کې تېره کړه او نن سهار په جوپو جوپو ، پلي او سواره په داسې حال کې چې تلبیه او تکبیر يې ویل، د عرفات غونډۍ ته ورسېدل.
سږ کال د بېلابېلو اسلامي هېوادونو دوه میلیونه کسان حج ته ورغلي دي.
ګڼو حاجیانو پرون په مسجد حرام کې تر لمانځه وروسته منې ته مخه کړه.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په مکه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د حاجیانو ساتنه او پالنه د دوی لومړنی مسؤلیت دی.
عرفات غونډې هغه ځای دی چېرته چې د اسلام پیغمبر ۱۴ پیړۍ پخوا خپله وروستۍ لویه خطبه ویلې وه.
له افغانستانه سږکال ۳۰ زره کسان حج ته تللي دي چې په سلو کې ۴۵ يې ښځې دي.