امریکا افغانستان ته ۴۰۰۰ نور سرتيري راليږي

Amrr
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورڅپاڼه :
امريکا وايي، دا مهال افغانستان کې ١١ زره سرتيري لري او په نږدې راتلونکې کې به دغه شمېر ١٥ زرو ته لوړ شي.
د امريکا متحدو ايالتونو تر اوسه ويل چې افغانستان کې ٨٤٠٠ سرتيري لري.
خو د دغه هېواد د دفاع وزارت يوه چارواکي تورنجنرال “نيته ميکنز” په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې تر اوسه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر پټ ساتل شوى و.
هغه وايي چې ډېر ژر به افغانستان ته ٤٠٠٠ نور امريکايي سرتيري واستول شي، چې ځانګړي (سپېشل فورس) او استخباراتي ځواکونه به هم په کې شامل وي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ترامپ د افغانستان په اړه ستراتيژى اعلان کړه او ويل يې چې افغانستان ته به نور ځواکونو هم واستوي.

۹۴ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه