ارزګان : د لسو وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

rooz
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز ترينکوټ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو قوماندان يې په ټپي حالت کې نيول شوى دى.
د دغه ولایت سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي د وږي په اتمه خبريالانو ته وويل چې د طالبانو د ځپلو لپاره څه موده وړاندې چاڼیز عملیات پيل شوي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه لس طالبان وژل شوي او د مردان په نوم د طالبانو يو قوماندان په ټپي حالت کې نيول شوى دى.
ده وويل چې ياد قوماندان تر درملنې لاندې دى او له رغېدو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د صديقي د معلوماتو له مخې، د همدې عملياتو په ترڅ کې د دهراوود- ترينکوټ لويه لار هم د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.
هغه يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړې پر ځاى د سولې لاره خپله کړي.
د قوماندان د څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

۲۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه