دوه ورځي وروسته هیواد ته د حاجیانو د راليږدولو لړۍ پیلیږي

Haj
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، ټاکل شوې چې دوه ورځې وروسته به له سعودي عربستان څخه کابل ته د افغان حاجيانو د را لېږدولو لړۍ پيل شي.

د نوموړي په خبره، د افغان حاجيانو د را لېږدولو لومړۍ الوتکه به د چهارشنبې په ورځ( د وږي په ١٥مه) د کابل هوايي ډګر کې ناسته وکړي.

د ياد شوي وزارت د حج رييس نذرالله عمار د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د وږي په ١٥مه په درېيو الوتنو کې شاوخوا زر حاجيان له عربستان څخه کابل ته را ولېږدول شي.

هغه زياته کړه چې کابل ته د حاجيانو د را لېږدولو پروسه به راتلونکې يوه مياشت کې بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال شاوخوا ٣٠ زره افغانان له کابل، مزار شريف، هرات او کندهار هوايي ډګرونو څخه د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

۱۴۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه