امریکا شمالي کوریا ته د دروند فوځي ګوزار ګوتڅنډنه کړې

am
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د امریکا دفاع وزیر جیمز مېټیس تېره ورځ په واشنګټن کې شمالي کوریا ته ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل، که شمالي کوریا خپل ګواښونه نور وغځوي، ډېر دروند پوځي ګوزار به پرې وکړي. له مشاورانو سره د ډونلډ ټرمپ تر ناستې وروسته ښاغلي مېټېس په سپینه ماڼۍ کې وویل: ” امریکا او د امریکا ملګرو ته هر ډول ګواښ به په دورند پوځي ګوزار ځواب کړي. ” نوموړي زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونه د کوم هېواد د له منځه وړلو په فکر کې نه دي .شمالي کوریا تېره ورځ اعلان وکړ چې داسې هایډروجني بم یې جوړ کړی چې پر اوږدواټنو توغندي کې ځای پر ځای کېدای شي. د شمالي کوریا وروستۍ اټومي ازموینه له توند نړیوال غبرګون سره مخامخ شوه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان وکړ چې د امریکا، برتانیا، جاپان، فرانسې او جنوبي کوریا په غوښتنه به نن د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د ارزونې په اړه ناسته وکړي.

۱۶۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه