ارزګان کې ۲۰ طالب وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Urr
ليکوال Ahmed Lodin

د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کي ۲۰ طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې او له شلو ډېر وسایط یې هم له منځه تللي دي.
د چورې ولسوالۍ امنیه قومندان اسدالله چي په اکا مشهور دی وايي دغه هوايي بریدونه تېره ورځ له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ په سراب سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو شوي دي.
نوموړی وایي په دغو بریدونو کې ۱۴ طالبان وژل شوي، شپږ ټپیان شوي، ۲۵ موټرسایکلونه، یو هاموې ټانګ او یو رنجر موټر یې هم له منځه تللي.
د قومندان په خبره دغو بمباریو کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی
طالبانو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

۱۳۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه