دفاع وزارت د داعش د کمزوره کیدو خبر ورکوي .

da
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپانه :
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې پر داعش وسله‌والې ډلې ځپونکې حملې دوام لري او په خبره‌یې چې د دغې ډلې د غړو شمېر دا مهال له زرګونو، سلګونو ته راښکته شوی چې له ماتې سره مخ دي.
دغه وزارت وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې، د ننګرهار، کونړ او د یو شمېر شمالي ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې ۱۱۷۱ وسله‌وال وژل شوي ۷۴ ټپیان او ۱۲ نور ژوندي نیول شوي دي.
د دې وزارت ویاند دولت وزیري وايي ، چې د داعش ډلې په دې وژل شويو وسله‌والو کې ۲۱۸ لوی او واړه قوماندانان هم شامل دي او دغې ډلې بشپړه ماته خوړلې چې اوس د تېښتې په حال کې ده.
ښاغلی وزیري زیاتوي، داعش چې د لوړو هدفونو لپاره‌یې په افغانستان کې فعالیت پيل کړی، اوس‌یې دغه هدفونه د له‌منځه تللو په حال کې دي او د ځان د خوندي کېدو هڅې کوي.
داعش ډلې نېږدې دوه کاله وړاندې د ننګرهار په اچین، هسکې مېنې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې فعالیت پيل کړ چې د افغان ځواکونو له تند غبرګون سره مخ شول.
د راپورونو له مخې، په وروستیو کې دغې ډلې د شمالي ولایت جوزجان په یو شمېر ولسوالیو کې هم فعالیتونه پیل کړي چې د دفاع وزارت په وینا، پر ضد يې عملیات روان دي.
دغه‌شان په دې وروستیو کې یادې ډلې د ننګرهار ولایت په پچیر او اګام ولسوالۍ کې د لنډ وخت لپاره توره بوړه هم ونیوله چې افغان ځواکونو بیا ترې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر له زرګونو، سلګونو ته راټيټ شوی او دغه ډله ورځ تر بلې د کمزورې کېدو په حال کې ده.
دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې مهم قوماندانان حافظ سعید، عبدالحسیب، شاهدالله شاهد، ګل زمان او عبدالرؤف خادم یو په بل پسې ووژل شول.

د یادونې ده چې داعش ډلې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ځانګړې ډول د اهل تشیع پر جوماتونو او عبادت ځایونو خپلو انتحاري حملو ته زور ورکړی چې وروستۍ هغه‌یې د کابل په خیرخانې سیمه کې د امام زمان پر جومات وه، کوم چې ۲۸ کسان په‌کې ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شول.

۴۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه