ارزگان : ۴۵ وسله وال ‌طالبان وژل شوي او ګڼ ټپیان دي

O
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز ترينکوټ او خاص اروزګان ولسوالۍ کې ٤٥ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د اروزګان سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په یو شمېر سیمو کې تېره ورځ د ګډو ځواکونو له خوا د خنجر ۷ په نوم عملیات پیل شوي دي.

صدیقي وایې، په روانو عملیاتو کې هوایي ځواکونه هم د دوی ملتیا کوي او د ګرم اب، سولې حجری په ګډون يې ځيني نورې سیمې هم نيولې دي.

هغه وويل چې په دې عملياتو کې تر اوسه تر ٤٠ ډېر طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې تپيان دي.

صدیقي وایې، د خنجر اووه په نوم پوځي عملیات به تر هغه دوام ولري څو ټولي هغه سیمې چې دا مهال د طالبانو په واک کې دې، ونیول شي.

په ياده غونډه کې په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمي پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي وويل چې په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو ډېرې سيمې له وسله والو طالبانو نيولې او پوستې په کې جوړې کړې دي.

قیمتي وایي چې په دې عملياتو کې تر اوسه ٤٠ طالبان وژل شوي او ٤٥ نور ټپيان دي.

هغه دا هم وويل چې د دې عملياتو په لړ کې يو شمېر سيمې له خښ شوو ماينونو پاکې شوې دي.

دغه راز د یاد ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې هم طالبان وژل شوي دي.

د اتل قول اردو وياند ډګرمن يحيى علوي وايي چې تېره شپه افغان ځواکونو په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په دې بريدونو کې پنځه طالبان وژل شوي او د يو قوماندان ملا اشرف په ګډون درې نور ټپيان دي.

علوي وایې چې په دې بريدونو کې د طالبانو یو میل زیکویک، یو میل دهشکه , دوه میله پیکا, پنځه میله کلاشینکوفونه او درې موټرسایکلې هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

۱۴۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه