لوی درستیز:داسې اسناد لرم، چې له طالبانو د ایران ملاتړ ښيي

dar
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي ویلي، داسې اسناد لري چې د افغانستان په لویدیځ کې ایران له طالبانو سره د پوځي امکاناتو مرسته کوي.
په افغانستان کې له طالبانو سره د ایران د مرستې په تړاو تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي و خو دا لومړی ځل دی چې د پوځ یو جګپوړی مشر ایران له طالبانو سره په مرستې تورنوي.
جنرال یفتلي چې د تاجکستان په دوشنبې کې د سیمې امنیتي مسایلو پر سر د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او چین تر منځ له څلور اړخیزې ناستې نه کابل ته ستون شوی وایي، له طالب وسله والو سره یې د ایران د پوځي ملاتړ په اړه اسناد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړي دي او دی هیله لري، چې افغان ولسمشر به له خپل ایراني سیال سره پر دې مسلې خبرې کړې وي. یفتلي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې د ځينو ګاونډیو هېوادونو د ملاتړ له امله په هېواد کې روانه جګړه اوږده شوې ده.

۳۴۴ ټول کتل سوی شمېر ۵ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه