افغان دولت : د امریکایي ځواکونو ډیريدو ته اړتیا زیاته ده

Amric
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د افغانستان د دفاع وزارت دغه هیواد ته د ۳۵۰۰ نوو امریکایي سرتېرو راستول د حکومت د وسلوالو مخالفانو سره د جګړې لپاره یوه اساسي اړتیا بولي.
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تېره میاشت افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې د سرتېرو لېږلو په تړاو کومه خبره ونه کړه، خو افغانستان ته د تازه دمو امريکايي سرتېرو د راتگ خبره ډېرو امريکايي چارواکو کوله.
کله چې ډونلډ ټرمپ ولسمشر شو، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قومندان ترې وغوښتل چې نږدې څلور زره سرتېري افغانستان ته واستوي.
تیره ورځ له کانګرسس سره د امریکا د دفاع د وزیر او لوی درستیز له پټې غونډې وروسته په ډاګه شوه چې واشنګتن درې نیم زره سرتیري افغانستان ته رالیږي.
خو پوځي کارپوهان دې باور دی چې د دغو سرتېرو رول ښايي یواځې د افغان ځواکونو روزنه نه وي، بلکې جبهو ته هم ور سره لاړ شي.
اوس په افغانستان کې د امریکا څه باندې یوولس زره پوځیان فعالیت کوي او له نویو هغو سره به یې شمیر څوارلس نیم زرو ته ورسیږي.
څو ورځې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن له بي بي سي په مرکه کې ویلي وه، چې تازه دمه امریکايي پوځیان به له افغان سرتېرو سره مرسته وکړي چې په راتلوونکو دوو کالو کې له وسلوالو مخالفینو ټولې سیمې ونیسي.
همدارنګه امریکايي چارواکو ویلي وه د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ به د اړتیا پر مهال د افغان حکومت د وسلوالو مخالفینو د له منځه وړولو لپاره تر افغان پولې بهر هم عملیات تر سره کيږي، خپله ډونالډ ټرمپ ویلي، دا معلومات یوازې له امریکا سره دي چې څه وخت او د چا په وړاندې اقدام وکړي.

۳۱۸ ټول کتل سوی شمېر ۵ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه