په مکسیکو کې زلزلې ۵۸ کسان وژلي دي

zalzala
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په مکسیکو کې زورورې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د مکسیکو چارواکو ویلي، چې د زلزلې د قربانیانو شمیر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی ، د امریکا د جیولوجي سروې ادارې خبر ورکړی، چې په مکسیکو کې د تېرې ورځې زلزلې د ریښتر په کچه اته اعشاریه یوه درجه قوت درلود. د رسنیو د راپورونو له مخې چې په یاد هېواد کې د زلزلې له امله یو شمېر ودانۍ نړېدلې دي. د مکسیکو ولسمشر وایي، چې دا په نږدې یوه پېړۍ کې تر ټولو سخته زلزله وه. د دې هېواد مسوولینو تر دې دمه د ژوبلو شوو کسانو کره شمېر او د اوښتو مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

۳۲۹ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه