کندهار : په دریو ولسوالیو کي ( ۳۸ ) وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Ta
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار په میوند ، شاه ولیکوټ او نیش ولسوالیو کې ددولت د وسله والو مخالفینو لخوا پرامنیتي پوستو دبریدونو له امله ۳۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د کندهار دامنیې قوماندانې ویاند ضیا درانی ددې خبر پخلی کوي او زیاتوي چې تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ددولت وسله والو مخالفینو د پولیسو بر امنیتي پوستو بریدونه تر سره کړي چې په ترڅ کې یی ددولت ۷ وسله وال مخالفین وژل سوي او ۹ تنه نور ټپیان دی همداراز په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې ۳ وسله وال وزل سوي او ۵ نور ټپیان دی او ددې ولایت په نیښ ولسوالۍ کې هم ۸ وسله وال وژل سوي او ۵ نور ټپیان دی .
دښاغلي دراني په وینا په دې پېښو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړوته زیان ندی اوښتی .
د دولت وسله والو مخالفینو تر دې مهاله د دولتي چارواکو ددغه څرکندونو په اړه څه ندي ویلي .

۳۰۳ ټول کتل سوی شمېر ۹ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه