طالبانو د کندهار په دریو ولسواليو کي د واکسین کمپاین بند کړی دی

IMG_1157
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار روغتيايي چارواکي وايي ، چي د دې ولايت په دریو ولسواليو کي د واکسين پر کمپاین بنديز لګیدلی دی او دوی هلته واکسین نه سي تطبيقولای .
دا سيمي د کندهار د شاوليکوټ ( ۲۴ ) کلي او نېش او میانشین ولسوالۍ دي اوطالبان روغتياپالانو ته اجازه نه ورکوي چي سیمو ته ورسي .
سیمه ايزي سرچيني وايي ، چي ‌طالبان د دې کمپاین پر سر امتیازات غواړي خو دولت او د واکسین د تطبيق اداره يي نه ورکوي .
يوي باوري سرچینې وويل ، چي په یادو سيمو کي ‌طالبان حاکميت لري .
د کندهار د کتلوي معافيت امر ډاکټر عبدالرشید الکوزی او د عامي روغتيا ریس ډاکټر محمداعظيم زمریال هم په یادو سيمو کي د واکسین پر کمپاین بندیز تايدوي خو د بندیز لامل او عاملين نه په ګوته کوي .
ښاغلی الکوزی وايي ، چي د دې ستونزي د له منځه وړلو دپاره عاجلي هڅي رواني دي او دوی هڅه کوي چي د سیمه ایزو اوسیدونکو په مرسته دا تهدید له منځه يوسي .
نن تازه د جنوبي زون د دریو ولایتونو په خاصو ولسواليو کي د واکسين کمپاین پیل سو ، چي پر مهال به يي د څلورو ورځو په ترڅ کي زرګونه ماشومان واکسين کړل سي .
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب نن د دې کمپاین د پرانستني پر مهال پر ټولو والدینو او د کورنیو پر غړو ږغ وکړ چي خپل تر پنځو کلنو کم ماشومان واکسين کړي تر څو د فلج د خطرناکي ناروغۍ څخه خلاص سي .
روان کال په ټول هیواد کي د ګوزڼ شپږ پيښي ثبت سوي دي چي پنځه يي يوازي د لوی کندهار چي په دې کي يي دوې یوازي د کندهار دي .

۴۰۱ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه