په کندهار او هلمند کي د ولسي تړون پروګرام پیليږي

21463059_1716095118700145_71630628782193998_n
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د دې پروګرام د پيل څخه وړاندي خلګو ته د عامه پوهاوي په موخه ټولنيزو کارکوونکو ته شل ورځنی پروګرام پيل سو.
هغه مراسم چي په همدې اړه په اطلاعاتو او کلتور رياست کي جوړ سوي ول د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګير ي او د سکتوري ادارو مسئولينو پکښي ګډون کړي وو.
ولسي تړون پروګرام چي له لاري يې د هيواد په ټولو ولايتونو کي پرمختيايي پروژي پلي کيږي نږدې يو ميليارډ ډالر ورته ځانګړي سوي دي. مسئولين وايي دا پروګرام به لس کاله وخت ونيسی او زرګونو خلګو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.
په دې پروګرام کي دکندهار پنجوايي، تخته پل او سپين بولدک او دهلمند درې ولسوالۍ په لومړي قدم کي ترپوښښ لاندي نيول سوي چي ۶۰ تنه ټولنيز کارمندان ورته استخدام سوي ترڅو ديوه منظم پلان له مخي سيمه ايز خلګ د پروژو په اهميت پوه او لومړيتوبونه ورته په ګوته کړي .
مراسمو کي د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري د ولسي تړون پر پيلېدو خوښي وښوده او هغه يې د ولسي خلکو او دولت ترمنځ په نږديوالي او کارموندنه کي اغيزناک پروګرام وباله. ښاغلي دستګیري زیاته کړه چي د یاد پروګرام پلي کول د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په خاص ډول ولسمشر محمد اشرف غني یو له ځانګړو ابتکاراتو څخه دی چي په انکشافي برخو کې د هیواد لپاره ښه زیري له ځانه سره لري.
دغه راز په سويلي حوزه کي دولسي تړون دپروکرام مسئول منير احمد دکليو او پراختيا رئيس رياست دپلان مسئول انجنير حميدالله او سيمه ايزو مشرانو هم دپروګرام داهميت په اړه خبري وکړې او خلګ يي وهڅول ترڅو دولسي تړون دپروکرام په برياليتوب کي رغنده رول ادا او په مرسته يي اغيزمني او بنسټيزي پروژې پلي کړي .
ديادوني وړ ده چي ددې شل ورځني روزنيز پروګرام په مرسته به دکندهار او هلمند شپيته تنه ټولنيز کارمندان دپروګرام په اړه نظري او عملي زړه کړي ترلاسه او وروسته په سيمه ايزه کچه خلګ دضرورتونو په انتخاب پوه او لومړيتونونه ورته په ګوته کړي.

۱۷۹ ټول کتل سوی شمېر ۱۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه