د ترهګرو نه د پاکستان د ملاتړ په برخه کي د اسلامي هیوادونو مشرانو د افغان دولت ادعاوي تاید کړي

Ghaniii
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د نوې سټراټيژۍ تر اعلان وروسته د ګڼو اسلامي هېوادونو مشرانو له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې د افغان حکومت هغه ادعاوې تائید کړي چې ترهګري د چا له خوا تمویلېږي او څوک یې ملاتړ کوي.
د جمهور رئیس مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وايي ، چې د اسلامي هېوادونو په یوه وروستۍ غونډه کې د امریکا له نوې سټراټيژۍ پراخ هرکلی او د افغان حکومت د ادعا تائید هغه څه و چې د افغان حکومت موقف یې تر پخوا او له تمې زیات لوړ کړ.
ښاغلي ازاد وویل:
“هغه ادعاوې چې موږ درلودې چې ترهګر چېرې روزل کېږي او څوک یې تمویلوي هغه بې له دې چې موږ پرې خبرې وکړو د نورو هېوادونو مشرانو دا خبره تائید کړه. د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالتونو له سټراټيژۍ هم دغو مشرانو هرکلی وکړ. د ترکیې ولسمشر دا وړاندیز هم وکړ چې حاضر دی د افغانستان او پاکستان منځګړیتوب وکړي. دویمه لیدنه کې د قزاقستان جمهور رئیس د امریکا له نوې سټراټيژۍ هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې چمتو دی له افغانستان سره له هرې ممکنې لارې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره همکاري وکړي نو دا هغه څه دي چې د افغانستان پوزیشن یې تر هغه هم لوړ کړ چې مونږ یې تمه درلوده.”
افغان ولسمشر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ساینس او ټکنالوژۍ د لومړنۍ ناستې لپاره د قزاقستان مرکز استانې ته تللی و.

۲۸۵ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه