په کندهار کي د شهیدانو اونۍ ولمانځل سوه

Picture2
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
نن سهار په ولايت مقام کي د شهید اوونۍ د قرآن کریم په ختمونو، د شهیدانو روحونو ته په دعاګانو او یو شمېر مشرانو په ویناوو ولمانځل سوه.
په لمانځنغونډه کي د کندهار ولایت مقام اداري او مالي مرستیال عبدالحنان منیب، په ټولنیزو چارو کي د کندهار والي مرستیال حاجي آغا لالي دستګیري، د کندهار ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکرېزوال، د امنیتي ځواکونو یو شمېر مسئولینو، قومي مخورو، مشرانو، علماوو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
ښاغلي منيب وویل د اوږدې مودې راهیسي موږ د هیواد د خپلواکۍ، آزادۍ او پرمختګ په لار کي شهیدان ورکوو چي زموږ قربانۍ رنګ راوړونکي هم دي. هغه زیاته کړه د شهیدانو ارمانونه او زموږ غوښتني چي یو آرام، سوله ییز او پرمختللی افغانستان دی؛ د حکومت او خلکو ترمنځ د همکارۍ او له حکومت څخه د خلکو د ملاتړ په ترڅ کي ترلاسه کیږي.
په ټولنیزو چارو کي د کندهار والي مرستیال والي حاجي اغالالي دستګيري وویل چي د شهادتونو لړۍ د سردار محمد داود خان د شهادته راپيل سوې او تر ننه زموږ نژدې عزیزان، د کورنۍ غړي او ملګري په شهادت رسیږي. ښاغلي دستګیري دا راز وویل چي شهیدانو پسي دعاګاني او ختمونه او د کورنۍ د غړو د حالاتو پوښتل د دوی له اساسي حقوقو څخه دي چي باید ټول یې پر ځای کړي.
د ولایتي شورا رئیس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل د هیواد هر کور شهیدان ورکړي دي، خو د کندهار برخه خورا پکي زیاته ده او کندهار خپل ډېر تکړه کدرونه د هیواد د آزادۍ او پرمختګ په لار کي له لاسه ورکړي دي.

۱۸۷ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه