هوګو لارنس: افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو په ځاله بدل نه شي

Safee
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په کابل کې د امریکا سفیر هوګو لارنس وايي هېواد به يې هیڅکله ترهګرو ته دا اجازه ور نکړي چې افغانستان د خپلې ځالې په توګه وکاروي.
لارنس چې په کابل کې یې د سپټمبر د ١١ په ياد جوړې شوې غوڼدې ته په وینا کوله وويل، د امریکا په یاد دي، چې دغه کړکیچ څنګه پيل شو او په دې هم پوهېږي چې څنګه يې پای ته ورسوي.
دده په وینا افغانستان به بیا هېڅ کله د هغو کسانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، چې پر امریکا او د امریکا پر متحدینو برید کوي او یا په کې حکومت نه وي. نوموړي دا هم وویل، چې امریکا به په سیمه کې ټولې ترهګرې په تېر اسلامي دولت نومې ډله له منځه یوسي.
دده په وینا په افغانستان کې د امریکا موخه د ترهګرو ځپل دي او خپلې دې موخې ته به ځان رسوي.

۲۹۳ ټول کتل سوی شمېر ۱۰ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه