ټرمپ : تروريزم چي هر ځای وي ماته به ورکوو

p05c8rnm
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې پر دغه هیواد د تروریستي حملو د شپاړسمې کالیزې په یاد غونډې جوړې شوې.
د قربانیانو په یاد تر ټولو ستر مراسم پرون دوشنبه په نیویارک او واشنګټن کې جوړ شول.
ډونالډ ټرمپ چې د امریکا د ولسمشر په توګه یې د لومړي ځل لپاره په دغو مراسمو کې ګډون کړی و، ژمنه وکړه چې ترورېزم به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ماته وکړي.
د دوه زره لومړي میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې په تروریستي حملو کې نېژدې ۳ زره تنه ووژل شول.
د القاعده شبکې ۱۹ غړیو ۴ الوتکې وتښتولې او دا بریدونه یې پرې وکړل.
په واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ له وینا او د نیویارک په منهاټن کې د حملې په ځای کې د وژل شوېو کسانو په یاد د منار په شاوخوا کې د ګڼ شمېر خلکو له راټولېدو سره په یووخت مرستیال ولسمشر مایک پنس پنسلوانیا ته لاړ چې ۱۶ کاله پخوا څلورمه الوتکې په کې ولوېده.
د سېپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو په یاد په مراسمو کې د تېرو کلونو په شان یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه او په نیویارک ښار کې د قربانیانو د منار مخته د وژل شوېو کسانو نومونه واخېستل شول.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلې مېرمنې سره د یوې دقیقې چوپتیا په مراسمو کې له ګډونه وروسته په یوه وینا کې وویل، د امریکا متحد ایالتونه به د هر هغه دښمن په وړاندې بریالي شي چې د دې هېواد د مشروع لارو خنډ وګرځي.
ده د کوم هېواد نوم وانه خېست، خو په دې وروستیو کې امریکا او شمالي کوریا یو بل ته خبرداری ورکړی او پاکستان په وروستیو کې د متحدو ایالتونو له لوري د طالبانو او نورو سختدریځو پناهځای بلل شوی دی.
په کابل کې د امریکا سفیر هوګو لارنس پرون وویل، هېواد به یې هېڅکله سختدریځي پرېنږدي چې له افغانستانه د تروریستي حملو لپاره د پناهځای په توګه کار واخلي.
ده همدا راز وویل، بیا به هېڅکله افغانستان بې حکومته پاتې نه شي.
له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو له وتلو او د نجیب الله د حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې کورنیو جګړو زور واخېست او د قدرت خلا رامنځته شوه چې په نتیجه کې یې تروریستي ډلو په دغه هېواد کې پناهځایونه جوړ کړل او په امریکا کې یې د حملو پلانونه چمتو کړل.
د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې له حملو وروسته د امریکا د هماغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د القاعده مشر ور وسپاري، خو طالبانو دا کار ونه کړ او امریکا د ۲۰۰۱ د اکتوبر په اوومه د طالبانو د رژیم او القاعده پر ضد پراخ عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د طالبانو رژیم وپرځېد او یوه نوي ولسواک نظام ته لاره هواره شوه.

۱۸۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه