ّّپه کندهار کي د ۲۰ ښوونځیو د ترمیم چاري پیل سوې

_DSC2685
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب نن سهار د څه کم ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کندهار ښار او ولسواليو د ۲۰ ښوونځيو د ترميم چاري افتتاح او پيل کړې.
د ۲۰ ښوونځيو د ترميم د چارو افتتاحيه مراسم په سيد جمال الدين افغان لېسه کي جوړ سوي ول چي د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون هم ګډون پکي کړی وو.
ښاغلي منيب وويل د روان مالي کال تر پايه به د دغو ۲۰ ښوونځيو د ترميم چاري بشپړي سي چي د دروازو، کلکينانو، رنګ، دېوالونو او دې ته ورته نورو اړينو برخو ترميم پکي شامل دی. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي ډېر ژر به له معارف وزارت څخه ۶ ميليونه افغانۍ ترلاسه کړي څو د ښوونځيو د قرطاسيې او فرشونو ستونزه په هواره کړي.
ښاغلي منيب وويل چي ولايتي اداره د معارف د اصلاح او بهبود لپاره هلي ځلي کوي او پر خلکو يې ږغ وکړ چي د معارف په جوړولو کي همکاري وکړي.
د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون وويل چي دغه ۲۰ ښوونځي د معارف رياست د انکشافي بودجې په واسطه ترميميږي او پر دې به څه کم ۱۰ ميليونه افغانۍ لګښت راسي چي چاري به يې د روان مالي کال تر پايه بشپړي سي. هغه زياته کړه چي سږ کال به د زيات شمېر ښوونځيو ودانۍ ورغول سي او ۴۷ ښوونځي به بيا پرانيستل سي. نوموړي خبر ورکړ چي د ښوونځيو د قرطاسيې او فرشونو ستونزه به هم ډېر ژر هواره کړي.

۲۵۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه