ولايتي شورا د زابل والي په مالي فساد ، قومي نفاق او ناقانونه کړنو تورنوي

IMG_2964
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د زابل یوشمېر قومي مشرانو او ولایتي شورا ددې ولایت والي په غیرقانونې کړنو او فساد کولو تورن کړ او دمرکزي دولت څخه دهغه دلیري کیدو غوښتنه کوي ، خو دزابل دوالي ویاند بیا دخلګو ادعاوي بې ځایه بولي او دمطبوعاتي کنفرانس ګډونوال غاصبین بولي.
د زابل ولایت یوشمېر قومي مشرانو او ولایتي شورا دیوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دزابل والي ښاغلی بسم الله افغانمل په اداري فساد ، غیرقانوني کړنو او دقومونو ترمنځ په نفاق اچولو تورن کړ.
دزابل دولایتي شورا وايې دزابل والي تر ۵۰ میلیونه افغانۍ زیاتي پیسې فساد کړی او په دې وروستیو کې يې په خپل ټول توان سره هڅي پیل کړي ترڅو قومونه په جنګ سره اخته کړي.
د زابل دولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حق بیان ګواښ کوي که يې مرکزي دولت تر راتلونکو ۱۰ لسو ورځو پوري و غوښتنو ته مثبت جواب ورنکړي نو په پراخو لاریونو به لاس پوري کړي.
دزابل قومي مشران هم ددې ولایت والي په پروژو کي په فساد،غلا، او د قومونو ترمنځ پرنفاق اچولو تورنوي او مرکزي دولت څخه دهغه د ژر تر ژره لیري کیدو غوښتنه کوي
خو د زابل دوالي ویاند ګل اسلام سیال بیا دولایتي شورا او خلګو ادعاوي بې ځایه بولي او د والي په وړاندي مطبوعاتي کنفرانس ورکوونکي دځمکو غاصبین بولي .
په زابل کې پداسي حال کې دوالي، قومي مشرانو او ولایتي شورا اختلافات رامنځ ته کیږي چې په دې وروستیو کې دچارواکو او ولسي خلګو ترمنځ اختلافاتو ترڅنګ په دې ولایت کې ناامنۍ هم زیاتي شوي دي.

۴۸۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه