حکمتیار : د بدمستو او غاصبو کمبله په ټولیدو ده

Hik
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
ګلبدین حکمتیار زورواکانو ته خبرداری ورکړ ، چي د هغو کسانو ټغر په ټولېدو دی چې د پردیو په مټو واکمنۍ ته رسېدلي او بدمستي کوي.
نوموړي د چهار اسیاب ولسوالۍ له قومي مشرانو سره د خبرو پر مهال وویل، ډېر خلک ځانونه مجاهدین بولي، خو د ناټو او روس په مرسته واکمنۍ ته رسېدلي دي او د عامو افغانانو حقوق تر پښولاندې کوي.
نوموړي په دې اړه چې دا کسان څوک دي وضاحت نه دی ورکړی. حکمتیار همدا راز زیاته کړې، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او ټول په دغه هېواد کې د سوله ییز ژوند حق لري. د حکمتیار په وینا هغه وخت به جګړه پای ته ورسېږي چې د قومي تصفیې لړۍ هم پای ته ورسېږي. حکمتیار دا هم ویلي، چې ملت اوس د غاصبینو او بدمستو ملاتړ نه کوي او دوی یې پېژندلي دي.

۶۶۳ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه