د ژړ ژورنالیزم تعریف: د ژورنالیزم د اخلاقو نه په پام کې نیولو ته ژړ ژورالیزم وايي

Jou
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د خبریالانو مرکز :
لیکنه نورزی :
د ۲۰۰۱ کال د حامد کرزي د موقعتې ادارې په رامنځته کېدو او هېواد ته د بهرنیو ځواکونو راتګ د دې لامل شو چې افغانستان کې د ژورنالیزم د باغ دروازې خلاصي شي او ورسره یو ځای زیات شمېر ځوانانو دغه ډګر ته مخه کړه.
په لومړیو وختونو کې په رسنیو کې معیار معلوم نه وو هر چا کولای شوای له رسینو سره کار وکړي که څه هم اوس هم کوم ځانګړی معیار نه لري خو یو شی چې پکې اوس اوس ډېر مهم دی هغه کاري تجربه ده.
که چیرې ووایو چې رسنۍ ډېرې بوختې دي، نو ناشونې خبره به مو نه وي کړې ځکه اوس مهال خو شرایط هم داسې دي چې باید بوختې وي خو کله کله د رسنیو دغه ډېره بوختیا د دې لامل کېږي چې تېروتنې وکړي، خو اوس اوس موږ ګورو چې یو شمېر رسنۍ دې چې په لوي لاس تېروتنه کوي او لامل ئې هم دادی چې دوی په همدې تېروتنو کې خپلې ګټې وینې چې دې ته ژړ ژورنالیزم وائي.
که چېرې موږ خبرونو ته د هغه د صحت پر ځاي جالبوالي ته ئې و ګورو نو زموږ دغه عمل ژړ ژورنالیزم دی، استاد اسد الله عضنفر وايي د ژړ ژورنالیزم لپاره پنځه ځانګړنې ټاکل شوي.
۱- کم ارزښته او وړو خبرونو ته لوی عناوین ورکول.
۲- د انځورونو، کارتونونو او انځورونو بې حده او تر اړتیا زیات کارول.
۳- د روغې مرکې ، له داسې کسانو سره مرکې چې خبرې یې هوایي خو جالبې دي. یا ځینې کسان په دروغو د ساینسي اختراعاتو دعوه کوي او ورځپاڼه یې لاپې په دې منظور خپروي چې لوستونکي یې ډیر شي.
۴- د رخصتیو په ورځو خورا رنګه او له ټوکو ټکالو ډکې ضمیمې راایستل.
۵- د واکمن نظام یا حکومت له مخالفانو سره ډراماتیکه خواخوږي څرګندول.
کله چې موږ په رسنیو کې کار کوو او ځانته ژورنالیست وایو تخصص او اخلاق د ژورنالیزم په خبر کې په پام کې نه نیسو او یوازې په شهرت، شخړې، پيسو او داسې نورور شخصي ګټو پسې ګرځو نو زموږ دغه عمل ته په ژورنالیزم کې ژړ ژورنالیزم وائي.
ژړ ژورنالیزم اوس اوس په افغانستان کې ډېر مخ په وړاندې دی ځکه دوي هڅه کوي چې په دغه ډول سره خپلو رسنیو ته مینه وال پیدا کړي او بل خوا له یو شمېر سیاستوالو نه په دې ډول امتیازونه تر لاسه کوي.
له سیاسي ډلو سره اړوند ژورنالیزم هم په اکثرو مواردو کې ډېر یو اړخیز او افراطي مطالب خپروي. په خواشینۍ سره باید ووایو چې په افغانستان کې دغه لړۍ ډېره پراخه شوې او هر یو ګوند یوه خپرونه لري چې دا پر عامه ذهنونو ډېر بد اغېز کوي او بیا به هیڅکله د ژورنالیست خبره ور ته باوري سرچینه نه وي.
هغه کسان چې په هېواد کې د مطبوعاتو د خپلواکۍ پلویان دي، هغوي ته پکار ده چې دغه خپلواکي د زورواکو له یرغله وژغوري تر څو و نه شي کولای چې د مطبوعاتو له ازادۍ څخه منفي او شخصي ګټه ترې پورته کړي. د مطبوعات به هله ازاد شي چې د خلکو باور لاسته راوړي .
د خپلواکه او بې پرو رسنیو په هیله

۴۹۴ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه