د کندهار زوړ احمدشاهي ښار د له منځه وړلو په حال کې دي ( ليکنه )

city
ليکوال Ahmed Lodin

لیکوال : بسم الله افغانمل
۱۳۹۶/۷/۱
د کندهار زوړ احمدشاهي ښار چې له نن څخه څه کم درې پېړۍ وړاندې د معاصر افغانستان د مؤسس لوی احمدشاه بابا په عصر کې جوړ سوی او د هغه په لاس يې د تهداب ډبره اېښودل سوې، د خپل وخت يو نوموتی ښار وو. احمدشاهي ښارپر څه دپاسه شپږ سوه جريبه مځکه باندې جوړ سوی او د څلورو مشهورو بازارونو لکه هرات بازار، ښکارپور بازار، کابل بازار او شاه بازار څخه متشکل او په څلورو ناحيو وېشل سوی، ډېر ښکلی او کلاسيک ښار دی چې هره کوڅه يې د يوه مشهور شخص، قوم او قبيلې په نوم نومول سوې او د وخت د نامدارو معمارانو لخوا په هندي او مغولي سبک کورونه، مسجدونه، حمامونه او کاروان سرايونه پکښې جوړسوي.
له بده مرغه نوموړی ستر تاريخي ښار چې د اشرف البلاد په نامه ياديږي، د وخت د يو شمېر حاکمانو او چارواکو د غفلت، نه پاملرنې او بېغورۍ له امله په بېلابېلو بهانو د له منځه وړلو په حال کې دی، ورته عمل د ملي قايد مېرويس خان نيکه د عصر له ښار)زاړه ښار( سره هم ترسره سوی چې هيڅ ډول اثار يې پاتې نه دي او همدغه راز د نارنج قصر هم د وخت د مسؤلينو د غفلت، نه پاملرنې او بېغورۍ له امله له منځه تللی.
له همدې کبله د کندهار د احمدشاهي ښار پر اوسېدونکو په ځانګړې توګه دولتي اړوندو مسؤلينو او کندهار ښاروال باندي ږغ کوم چې احمدشاهي تاريخي ښار د له منځه وړلو او تخريب څخه وژغوري.
دا چې د تېرو شپاړسو کالو راپدېخوا د نوموړي ښار تاريخي پس منظر، اهميت او قدامت ته هيڅ ډول پاملرنه نده سوې، د دې معنا دا ده چې ګويا د وخت چارواکي په لوی لاس دغه ستر تاريخي ښار له منځه وړي او د کندهار تاريخي هويت تر سوال لاندي راولي.
البته زه د احمدشاهي ښار د يوه اوسېدونکي په توګه د پرمختګ، آبادۍ او ترقۍ مخالف نه يم مګر په بېلابېلو نومونو او پلمو د دې تاريخي ښار له منځه وړل له تاريخ سره ستره جفا ګڼم.
موږ ډېرې پراخې سيمې، دښتې او مځکې لرو، چې حکومت په ځانګړې توګه ښاروالي کولای سي هلته د کندهار نوی ښار ودان کړي چې په دې توګه به له يوې خوا خلکو ته د سرمايه ګذارۍ او کاروبار زمينه برابره سي او له بلې خوا به د زاړه احمدشاهي ښار رنګ او بڼه وساتل سي.
بايد ووايم چې د احمدشاهي ښار د هرې خښتې په له منځه وړلو سره زموږ د تاريخ يوه پاڼه رژېږي.
بناء له ټولو اړوندو مسؤلينو په ځانګړې توګه کندهار ښاروالۍ څخه غوښتنه کوم چې د احمدشاهي ښار د ساتنې په اړه لازم، عملي او ګړندي ګامونه پورته کړي او نوموړی ښار نور له تخريب څخه وژغوري.
ستاسو ورور
بسم الله افغانمل

۶۷۹ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه