کندهار : د لس ميګاواټه بريښنا د جوړيدو چاري پيل سوې

Barish
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
کندهار چي له وخته د بريښنا په برخه کي جدي ستونزي لري ، تازه ورته د لس ميګاواټه لمريزي بريښنا د جوړيدو چاري پيل او راتلونکو دوولسو میاشتو کي به يي چاري بشپړي سي .
د پیل دې مراسمو ته د ملي يووالي د حکومت اجراييه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله او د کابینې يو شمير وزیران راغلي وه .
په مراسمو کي د کندهار والي تورنحنرال زلمي ویسا ، د هغه مرستیالانو او ولايتي شورا هم ګډون کړی وو .
ښاغلي عبدالله خبريالانو ته وويل ، چي پر دې پنسټيزه پروژه شل ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي چي د امریکا متحده ایالات يي ورکوې او راتلونکي دوولس مياشتي به يې کار بشپړ سي .
اجراييه ريس د کندهار دپاره بريښنا جدي اړتيا وبلل او کندهاریانو ته يي ژمنه ورکړه چي د بريښنا اوسنۍ بيه به هم ټيټوي .
د کندهار والي هم د دې پروژې پر ارزښت خبري وکړې او د جدي تعقیب او نظارت خبر يي ورکړ .
کندهار ته تير پنځلس کلونه ډيزلي او د کجکي بند بريښنا ورکول سوي وه چي تر اوسه يي ستونزه نه ده حل کړي .

۳۶۹ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه