کندهاري خبریالانو د هلمندي خبریالانو پر حالت انديښنه وښودل

Pic1
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په جنوب کي د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه او د ازادو خبریالانو مرکز د هلمندي خبریالانو پر روان حالت اندیښنه وښودل او د ملي يووالي له حکومت نه يي وغوښتل چي ، د هلمندي خبریالانو په وړاندي شته تهدیدونه له منځه يوسي او هلته ولايتي اداره وپوهوي چي د رسنیو او خبریالانو په وړاندي ستونزي پيښي نه کړي .
یاد ي څرګندوني د يادي کمیټې سیمه ایز مسوول او د ازادو خبریالانو د مرکز مشر احمد لودين د خبریالانو د مصوونيت د کميټې په میاشتنۍ غونډه کي وکړي .
غونډه د کندهار د مرستیال والي په مشري جوړه سوي وه چي د اجراييه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم ګډون پکښي کړی وو.
لودین د هلمندي خبریالانو په وړاندي شته تهدیدونه ، د دولتي چارواکو خنډونه ، معلوماتو ته نه لاسرسی او ورته نوري ستونزي د اجراييه ریاست ویاند ته وويلي او په دې برخه کي د مرکزي حکومت د جدي توجه غوښتنه وکړه .
نوموړي د کندهار ، زابل او ارزګان ولایتونو د رسنیو او خبریالانو حالت هم تشریح کړ او له مرکزي ادارې يي وغوښتل چي د رسنیزو ادارو د تقويي دپاره توجه زیاته کړي .
ښاغلي فیصل د دې ولایتونو پر روان حالت اندیښنه وښودل او ژمنه يي وکړه چي د خبریالانو دپاره به د امن کور د جوړیدو هڅي پيل کړی ، ستونزي به تر مرکزي حکومته ورسوي او د خبریالانو د ظرفیتونو د لوړوالي دپاره د کندهار د ازادو خبریالانو مرکز ته د روزنیزو پروګرامونو د برابریدو دپاره همکاري وکړي .
په جنوب کي د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې ( نی) مشر عبدالسیمع غیرتمل او د پریس کلب مسوول جاوید تنوير هم د رسنیو او خبریالانو د یو شمیر ستونزو یادونه وکړه ، چي لویه برخه يي معلوماتو ته د لاسرسي دپاره د اسانتیاوو برابریده وه .
په پای کی د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب ژمنه وکړه چي ډير ژر به معلوماتو د لاسرسي او د رسنیو د تخطیو کمیسیونونه جوړ کړي څو د ستونزو د هواري دپاره نوري لاري چاري هم برابري سي .
په پای کی د کندهار ولایت مقام ، امنیه قوماندانۍ او ملي امنيت د مطبوعاتي مسوولینو د همکارۍ څخه خوښي وښودل سوه چي تر پخوا یي اسانتياوي ډيري کړي او پر وخت معلومات ورکوي .

۱۳۳ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه