کندهار : په پنجوايي کي یوه ځوان او يوې پيغلي زهر خوړلي او ځانونه يي وژلي دي

Gir
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په خنجکک کلي يوه ځوان او يوې پیغلي زهر خوړلي او ځانونه يي وژلي دي .
دا ځوان او پيغله چي يو د بل سره يي مينه کول او غوښتل يې چي يو د بل سره واده وکړي خو کورنیو يې مخنيوی کوی چي بالاخره يې تیره ورځ مازیګر زهر خوړلي او تر روغتونه رسیدلي وه چي په روغتون کي يي د زيات مسمومېت له امله سا ورکړې وه .
د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال فضل محمد اسحاقزی وايي ، چي یاد کسان د پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي نه وه او دلته د بې ځايه سویو کورنیو په ډله کي اوسیدل .
د دواړو نومونه تر اوسه نه دی څرګند خو ولسوال وايې ، چي په دې اړه پلټني پيل سوي دي .

۸۰۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه