په پنجوايي کي د ۲ کلينيکونو بنسټ کښېښودل سو

4
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
کندهار والي زلمي ويسا پرون د پنجوايي ولسوالۍ په موشان او تلوکان کليو کي د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲ کلينيکونو د بنسټ ډبره کښېښوده.
په دې مراسمو کي د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د عامي روغتيا سرپرست ډاکټر محمد عظيم زمريال، د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق، د اقوامو او قبايلو چارو رئيس عبدالرازق عابد او يو شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو.
د موشان کلي پر روغتون ۸.۴ ميليونه افغانۍ او د تلوکان کلي پر روغتون ۴،۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
کندهار والي زلمي ويسا د دغو پروژو د بنسټ ايښودلو پر مهال وويل چي د يادو روغتيايي مرکزو په جوړېدو سره به د سيمو د اوسېدونکو روغتيايي ستونزي تر ډېره حده هواري سي. ښاغلي ويسا همداراز وويل هڅه کوي چي د موشان او تلوکان کليو لاري هم په پاخه او اساسي ډول جوړي کړي، ترڅو خلک وکولای سي په اسانۍ سره د ولسوالۍ تر مرکز او ښار پوري ولاړ سي. هغه يادونه وکړه هڅه کوي چي د ښوونځيو د تعمیرونو ستونزه هم حل او د ښوونځيو لپاره نوي تعميرونه جوړ کړي.
د کندهار د عامي روغتيا سرپرست ډاکټر محمد عظيم زمريال وويل چي د يادو روغتيايي مرکزونو له جوړېدو سره به همهاله په حوض مدد کي هم يو بل روغتيايي مرکز جوړ سي.

۴۰۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه