ارزګان : طالبانو پر چوره ولسوالۍ ډله ایز بریدونه کړي دي

Orooo
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د روزګان پر چوره ولسوالۍ باندي تیره شپه د وسلوالو مخالفینو له لوري ډلیز بریدونه سوي، چي په پايله کي يې ۴۱ وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چورې ولسوالۍ امنیه قومندان دوهم څارن اسد الله، چي مشهوره په اکا دی وايي، تیره شپه وسلوالو مخالفینو پر یاده ولسوالي بریدونه کړي، چي په پايله کي يې ۲۷ وسلوال مخالفین وژل سوي او ۱۴ نور ټپیان سوي دي.
اکا همدارنګه زیاته وي، چي په یاده جګړه کي یو افغان سرتیری وژل سوی او درې نور ژوبل سوي دي. نوموړی وایي، چي وسلوالو مخالفینو پلان درلود، چي یادي ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو دا پلان يې شنډ سوی او افغان ځواکونو يې په وړاندي سخت مقاومت ښودلی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي

۴۳۷ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه