د ارزګان د چورې ولسوالي طالبانو محاصره کړې ده

Orooo
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د ارزګان ناامنه ولسوالي چوره چي د تیرو دریو ورځو راهيسي د طالبانو تر سختو بریدونو لاندي وه دا مهال يې مرکز محاصره دی او د سقوط د ګواښ سره مخ ده .
سلګونه طالبان یادي ولسوالۍ ته ورغلي دي او دا پر ولسوالۍ د درنو وسلو ډزي کوي چي دا مهال د ولسوالۍ سل مترۍ ته رسیدلي دي .
د چوري ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي وايي ، چي جګړه ډیره درنه ده او د ولسوالۍ مرکز ته د طالبانو نژدې کیدل مني ، نوموړی وايي چي شل امنتي سرتيري هم لادرکه دي چي د مرګ او ژوند درک يي نسته .
نوموړی وايي چي په سيمه کي د ملي اردو یوه قرارګاه هم سقوط سوې ده ، ولسوال وايي چي ولايتي ادارې او مرکزي حکومت ته يې د کومک ور رسولو ويلي دي خو هغوی تر اوسه هیڅ اقدام نه دی کړی .
د سيمي اوسیدونکي او د دې ولايت شورا هم د ولسوالي د سقوط سره مخ بولي او وايي چي که ژر نور امنتي ځواکونه ور ونه رسيږي ولسوالي سقوط کوي .
طالبانو هم پر یاده ولسوالي د درنو بریدونو خبر ورکوي .
طالب ویاند قاري يوسف احمدي وايي ، چي تر دې مهاله يي ګڼي پوستي نیولي او امنتي سرتیرو ته يي هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

۳۶۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه