په کلینیک کې چاودنې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

Far
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه
د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په روغتيايي کلينيک کې د چادونې له کبله دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د فارياب د والي وياند جاويد بيدار وويل، نن سهار د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په کلينيک کې چاودنه وشوه، چې له کبله يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. هغه زياته کړه په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. په ټپيانو کې يو تن ډاکټر هم شته چې جان محمد نوميږي. د بيدار په وينا تر اوسه د چاودنې نوعيت نه دی معلوم، چې انتحاري بريد و او که د ماين چاودنه وه، خو پلټنې یې په اړه روانې دي. تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا نه دی منلی.

۶۸۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه