په افغانستان کې د داعش مهم غړی ووژل شو

Daiesh
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
امریکا متحده ایالتونو د افغانستان په ختیځ کې د داعش مهم قومندان وواژه.
د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې د داعش ترهګرې دلې مهم غړی قاري زاهد تیره ورځ په اچین ولسوالۍ کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.
ځینو سرچینو بیا ویلي دي چې نوموړي په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د ویاندۍ دنده هم په غاړه درلوده.
د امنیې قومندانۍ پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د امریکايي ځواکونو اړوند بې پیلوټه الوتکې پرون د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د باغ درې په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په مهم غړي قاري زاهد برید وکړ. په برید کې د قاري زاهد سربیره نورو داعشیانو ته هم ځاني زیان اوښتی دی .

۲۷۲ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه