هلمند : خبریالانو ته د ځان ساتني ورکشاپ پيل سو

IMG_6711
ليکوال Ahmed Lodin

د هلمندي خبریالانو دپاره د ځان ساتني ورکشاپ جوړ او پوره درې ورځي به دوام وکړي .
هلمند چي يو جنګ ځپلی ولایت دی د نورو وګړو تر څنګ يې خبریالان هم د تهدیدونو او ګڼو امنتي ستونزو سره مخ دي ، په جګړه کي د خبریالانو ساتني ته نه توجه ، د حکومت نامشروع فشارونه ، د جګړې د ښکيلو غاړو ښکاره تهدیدونه او د زورواکانو فرمایشات هغه ستونزي دي چي په هلمند کي يي د خبریالانو کاري ساحه تنګه کړې ده .
په دې ورکشاپ کي خبریالانو د ځان ساتني مسلکي او معیاري چلندونه ښودل کیږي څو له دې لاري ځانونه وساتي .
په ورکشاب کي د نړیوالو ، ملي او محلي رسنيو اتلسو تنو ګډون کړی دی چي په وروستۍ ورځ روغتيايي کيټونه هم ورکول کیږي .

۸۰ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه