سږ کال په پکتیکا کې روميانو ښه حاصیلات لرل.

received_487478158274290
ليکوال Ahmed Lodin

خبریال : سیدخان سلیمان خېل
د تیر کال په توپیر سږ کال په پکتیکا کې روميانو ښه حاصیلات لرل اوکرونګرو هم د تیر کال په پرتله سږ کال په لوړ بیه خرڅ کړل.
د مرکز ښرنۍ اړوند د ملیوالو د کلی یو تن اوسیدونکې محمد اسلام افګار کندهار ورځپاڼې ته وویل: ( موږ د رومي بانجانو باغ له یو تن سره په شریکه وکره، او کله چی بانجان پخه شول نو لمړی یو من په ۱۶۰ افغانې خرڅیدو خو ورسته بیا بیه لوړه شوه او په څلور سوه افغانۍ مو خرڅ کړل.)
تیر کال په پرتله سږ کال د هیواد بانجان ګاونډیو هیوادونو ته صادریږي، چی د هیواد ګرونګرو او تجارانو ته یې ډیره ګټه رسولې.
داسي ویل چی ګاونډیو هیوادونو کې سږ کال رومي بانجانو کم حاصیلات درلوده، چی یو کیلو بانجان په دوه سوه پاکستانۍ کلداری پلورل کیدل.

۱۰۳ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه