په هلمند کي خبریالانو ته د ځان ساتني ورکشاپ پای ته ورسید

IMG_3495
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په هلمند کي اتلسو تنو خبریالانو ته د ځان ساتني درې ورځنۍ زده کړي ورکړې .
د دې ورکشاپ ټول ګډونوال هغه کسان وه چي د جګړو په کرښو او خطرناکو سيمو کي راپورونه چمتو کوي او ډير وختونه د ناامنۍ له امله د ګواښ او خطر سره مخ وي .
هغوی د ځان ساتني ټول نورمونه وښودل شوه او په وروستيو کي فراغت لیکونه او روغتيايي بستې هم ورکړل شوې .
د هلمند والي حيات الله حيات د افغان خبریالانو د کمیټې روان کارونه وستايل او هيله يې وښودل چي خبریالانو د دا ډول ورکشاپونو له لاري مسلکي شي او خپله دنده په مسلکي او اصولي ډول تر سره کړي .

۵۱۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه