د کرملین شاوخوا ټول پنځه ستوریز هوټلونه د سعودي د پادشاه لپاره ریزرف شوي

Arab
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په روسیه کې د کرملین ماڼۍ په شاو خوا کې ټول لوکس هوټلونه د عربستان د پادشاه او ور سره مل پلاوي لپار کرایه شوي دي. روسي رسنۍ سپوتنیک ویلي، چې مسکو ته د سلمان بن عبدالعزیز له سفر وړاندې د کرملین په شاو خوا کې ټول پنځه ستوریز هوټلونه او یو شمیر لارې کرایه شوې و. ویل کېږي ان د هوټولنو ډیزاینونه او ډېکوريشن هم د دوی په خوښه بدل شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې د عربستان له پاد شاه سره په دې رسمي سفر کې نیږدې زر کسان ملګري دي .ملک سلمان بن عبدالعزیز د پوتین په رسمي بلنه تېره شپه مسکو ته رسېدلی دی. ویل کیږي د یو شمیر عربي چارواکو لپاره مسکو ته د دوی د خوښې غالۍ له سعودي راوړل شوې دي. روسیې یاد سفر د دواړو هیوادونو په تاریخ کې مهم ګام بللی دی.

۶۱۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه