هند او اروپايي ټولنه د افراطیت ضد ګډه مبارزه کوي

Hind
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
هند او اروپايي ټولنه د سخت دریځۍ او افراطیت پر ضد په ګډه مبارزه کوي.
د رسنیو د راپور له مخې هند او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو تېره ورځ یو تړون لاسلیک کړی دی، چې له مخې به یې دواړه لوري له ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزه کوي او تر ډېره به په آنلاین نړۍ کې ددغه پدېدې په له منځه وړلو کې هڅه کوي. ددې تر څنګ دواړوو لورو د سمندري امنیت د زیاتولو پر مسئله هم خبرې کړې دي. دواړو دا هوکړه هم کړې چې له بهرنۍ ترهګرۍ د را پېښ شوي ګواښ پر وړاندې به هم په ګډه مبارزه کوي. همدا راز به هند او د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه ډېر ژر سمندري پوځي تمرینونه پيل کړي څو د سمندري امنیت د خوندیتابه لپاره خپلې تجربې سره شریکې کړي.

۳۶۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه