ارزګان : د طالبانو د سرې قطعې ۳۰ کسه وژل سوي دي .

Sara
ليکوال Ahmed Lodin

د ارزګان چوره ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې ۴۰ کسیزه ډله تر هوایي برید لاندي راغلې او ۳۰ کسان یې وژل شوي.
د ارزګان چورې ولسوالۍ شمال ختیځ ته سرۍ سیمه کي د وسلوالو طالبانو پر ۴۰ کسیزه ډله چي د ځانګړو بریدونو لپاره جوړه شوې وه او مشري یې د رووف په نوم طالب قومندان کول د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کي د دې ډلي د قومندان په ګډون ۳۰ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي پلي لېوا قومندان رحمت شاه قیمتي کندهار ورځپاڼي ته ویلي دې ډلي هوډ درلود چي سیمه کي د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چي مخکي له مخکي یې دوی په اړوند مالومات ترلاسه کړي وه او تر هوایي برید لاندي یې راوستلي.
قیمتي وایي اوسمهال د چورې ولسوالۍ امنیتي حالت د ډاډ وړ دی او ډیري لاسته راوړني هم لري.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

۴۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه