ولسمشر : بلک هاک چورلکي د هيواد د دفاع دپاره ښه وسيله ده .

d
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
ولسمشر محمداشرف غني نن کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلینو سره وکتل او د دغه پوهنتون علمي پرمختګونه، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابيني د يو شمير غړو سره یو ځای کندهار ته راغلی وو او د امریکا د متحده ایالاتو له لوري نوي مرسته سوي بلک هاک هلیکوپټري يي هم تسلیم کړي.
لمړی د کندهار په زراعتي پوهنتون کي پراخه غونډه نيول سوې وه چي د کندهار چارواکو ، قومي مخورو ، د پوهنتون استادانو او محصلینو هم ګډون پکښي کړی وو .
ولسمشر وويل ، چې د هېواد په تحصیلي نظام کې په واضح ډول ستونزې موجودې دي، چې باید اصلاح سي. ده همدارنګه وویل په راتلونکې اونۍ کې به د بشري منابعو عالي شورا جوړه سي چي د فعالیت پر مهال به يې هغه فارغ اتحصيلو ځوانانو ته کاري موقع ګاني برابري سي چي تر زده کړو وروسته بيکاره وي .
ولسمشر د خپلي وینا په دوام زياته کړه ، چي د هېواد پر تعلیمي او تحصیلي ستونزو به په دوامداره توګه غور وسي.
نوموړی تر دې غونډي وروسته هوايي لوا ته ولاړ او هلته يې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري مرسته سوي بلک هاک چورلکي تسلیم کړي امريکا په دې وروستيو کي د افغان هوايي ځواک سره د ( ۱۵۰) (UH-60) مرسته اعلان کړې ده چي تازه يي شپږ داني د کندهار هوايي ډګر ته را رسيدلي دي او پاتي يې په راتلونکي کي را لیږل کیږي .
ولسمشر د امریکا متحده ایالاتو له دې مرستي مننه وکړه او زياته کړه چي په دې سره به افغان هوايي ځواک تجهیز سي او و به کولای سي چي د وطن د دفاع په موخه خپل دښمن ته ماته ورکړي او نابود يې کړي .
ښاغلي غني بيا پر طالبانو ږغ وکړ چي له جګړې لاس واخلي او د سولې په اړه د حکومت ږغ ته لبیک ووايي
د ولسمشر د راتګ دپاره په کندهار کي کلک امنتي تدابير نيول سوي وه او نن په دې ولايت کي کومه امنتي پيښه هم نه ده سوې .
دا په تيرو دوه مياشتو کي د ولسمشر دویم سفر دی چي کندهار ته يې کوي .

۵۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه