ارزګان: هوایي برید کي ۱۷ طالب جنګیالي وژل سوي

Taliban-commanders-arrested-in-Pakistan
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کي د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کي ۱۷ طالب وسلوال وژل سوي دي.
د ارزګان امنیه قومندان رحمت الله صدیقي وایي چي تېره شپه ۲ بجې د یادي ولسوالۍ په کلاچه نوم سیمه کي بهرنیو ځواکونو پر یوه کور چي وسلوال طالبان پکښي راغونډ سوي وه هوایي برید کړی چي له امله یې دغه کور کي ټول راغونډ سوي وسلوال طالبان وژل سوي دي.
امنیتي مسوولین وایي دا مهال د ولسوالۍ امنیتي حالت تر مخکي ښه سوی او امنیتي ساحه پراخه سوې ده.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

۶۳۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه