په بدخشان کې بهرني وسله وال ډير شوي

Badkh
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د بدخشان ولایت یو شمیر سیمې د بهرنیو جنګیالو په پټنځایونو بدلې شوې دي.
د بدخشان د وردوج ولسوالۍ خلک او قومي مشران وايي، چې وردوج ولسوالۍ د بهرنیو جنګیالیو په امن پټنځای بدله شوې او د دې ولسوالۍ خلک د بهرنیو جنګیالیو له ظلم او ځورونې تنګ شوي.
د دغو خلکو په وینا چې په وردوج ولسوالۍ کې د بهرنیو وسله والو ډلو شتون نه یوازې بدخشان ته؛ بلکې د سیمې هېوادونو ته هم جدي ګواښ دی.
د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو مولوي عبدالوهاب او انعام الدین رسنیو ته ویلي، چې د بدخشان د چارواکو د بې کفایتۍ له امله په دې ولایت کې ناامنۍ ډيرې شوې دي. دوی له مرکزي حکومت څخه په دې اړه د جدې اقدام غوښتنه وکړه. د معلوماتو له مخې وردوج له تېرو دوه کلونو راهیسې د وسله والو په لاس کې ده.

۲۳۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه