خلیلزاد:پاکستان دې په خپله تګلاره کې عملي بدلونونه راولي

Khal
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
افغان حکومت او امریکا د پاکستان په سیاستونو کې رښتینی بدلون غواړي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان لپاره د ټرمپ نوې تګلاره ګټوره ده او مهمه برخه یې پر پاکستان فشار راوستل دي. نوموړي يو شمير رسنيو ته ویلي، چې امریکا غواړي په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه ولاړ شي او دغه هېواد په رښتینې توګه له ترهګرو سره مبارزه وکړي. هغه زیاته کړې افغان حکومت او امریکا په جدي توګه غواړي چې پاکستان د ترهګرو او افغانستان په اړه خپل سیاستونه بدل کړي، ځکه که دا کار و نه کړي د امریکا له سختو فشارونو سره به مخ شي. نوموړي همدا راز ویلي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره دې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي. خلیلزاد ویلي، پاکستان ته په کار ده چې په عمل کې له ترهګرۍ سره مخالفت وښيي او دغه ډلې له خپلې خاورې وباسي.

۲۴۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه